په تبلیغیانو کې داعش ته تمایل زیات شوی دی

په تبلیغیانو کې داعش ته تمایل زیات شوی دیځینې افغان تبلیغیان چې د څلورو او شپږو میاشتو لپاره به له افغانستان څخه ځینو بهرنیو هېوادونو په تېره پاکستان ته تلل، اوس له داعش سره دلچسپي لري او ډېرې داسې بېلګې په ډاګه شوې، چې دوی له داعش سره همکاري لري.

داعش تر ننګرهار پرته د افغانستان په نورو برخو کې عملاً جګړې ته ندی راوتلی، خو د افغانستان په زیاترو سیمو کې ځینې خلک چې پخوا یې د حزب التحریر په څېر سیاسي مذهبي ډلو سره تمایل درلود داعش ته تمایل ښيي او ښايي دوی په اوږدمهال کې دداعش په سرتیرو بدل شي.

د کابل په چهارقلعه کې د سنیانو یو جومات دی، چې پخوا به پکې تبلیغیان راټولېدل، ددې جومات څېرمه کورونه د تبلیغیانو دي. ددغو تبلیغیانو لوڼې په کابل کې په ځینو دیني مدرسو کې زده کړې کوي او زامن یې ددوی په څیر له تبلیغي حلقو سره ګرځي. اوس دغه کسان په یاد جومات کې د طالبانو ضد تبلیغات کوي او دا هم په ډاګه وايي، چې ښايي داعش د اسلامي خلافت لپاره چې د مسلمانانو لوی ارمان دی بې ساری کار وکړي.

څو ورځې وړاندې په دې سیمه کې شب نامو یوه هنګامه جوړه کړه، خو د سیمې خلکو په دې شب نامو ځکه چوپتیا غوره کړه، چې دولت به دوی وځوروي او دا پټه بلا به راویښه شي. په همدې سیمه کې یو دکاندار حامد وايي:

((‌زما پلار سني ملا دی، هغه د یو جومات امامت هم کوي، خو په عین وخت کې دسیمې له شعیه علماوو سره ګډه ټولنه یا اجتماع لري. زما پلار ته د شپې له خوا یو چا لیکلې اخطاریه اچولې چې له شعیه ګانو سره له اړیکو لاس واخله ګني داعش به تا په بد مرګ ووژني.))

حامد وايي: موږ سخت ویریدلي یو، په سیمه کې ډېر دیني عالمان چې له تبلیغیانو سره یې اړیکه نه وه، ګواښل شوي چې له شعیه ګانو سره اړیکې قطع کړي. دی وايي ((‌موږ پوهېږو داکار زموږ د سیمې تبلیغیان کوي دوی ټوله ورځ داعش ته تبلیغ کوي او خلک هڅوي چې دداعش پرضد خبرې ونکړي))

تبلیغیانو ته د بې غرضه دیندارانو په سترګه کتل کېږي، دوی هرکال په افغانستان کې اجماع لري او هم له هیواده بهر ځینو لرې نږدې هیوادونو ته ځي. دتبلیغیانو ډېرې غونډې او اجتماع ګانې په پاکستان کې وي خو په تېرو دوو کلونو کې دوی د هند تر بنګال او مدیا پردیشه رسېدلي دي.

د کابل، تخار، بدخشان، ننګرهار او کنړ ځینې خلک مني، چې تبلیغیان داعش ته تمایل لري، دوی نه پوهېږي چې لامل څه کېدای شي، ځینې وايي، ښايي دداعش له خوا راپورته شوې د اسلامي خلافت داعیه ددوی لپاره په زړه پورې وي، خو ځینې بیا وايي، چې له طالبانو د تبلیغیانو کرکه د دې سبب شوې چې دوی د طالبانو دښمن د ځان دوست وګڼي او له هغوی سره خپله خواخوږي په ډاګه کړي.

یوه نظریه داهم ده، چې تبلیغیان مرموز دي، او په پاکستان کې ددوی ډیر وخت اوسېدل نشي کیدای عادي وګڼل شي. پاکستان هیڅ طبیعي جوړښت یا انساني کتلې چې دوی ورته لاسرسی ولري، خپل سر ته نه پرېږدي او داسې اندېښنې شته چې د اکثرو پاک زړو عابدانو په منځ کې دوی خپل استخباراتي ځري ګمارلي‌وي.

سره له دې چې داسې نه ښکاري تبلیغیان چې اکثره یې مسن خلک دي، له داعش جنګیالیو سره یوځای شي، خو په عامه کچه هغوی ته تبلیغات په ټولنه کې په عامه روحیه ناوړه تاثیر کوي او ښايي دا وضعیت د داعش د خلافت ادعا ملاتړ پراخه کړي.

ورته ستونزه په تخار او بدخشان کې د حزب التحریر د ملاتړو له خوا محسوسه شوې ده. دغه مذهبي سیاسي ډلې چې له ډېره وخته په تخار، کندوز، بدخشان، بغلان او کابل کې فعالیت پراخه کړی، په ځوانو محصلینو کې کار کوي. دوی د خلافت جدي مدعیان دي او له طالب سره جدي ستونزو او له داعش سره د خلافت مشترکه وجه دوی سره نږدې کوي. خو د تحریر په اړه لویه ربړه داده چې زیاتره ملاتړي یې ځوان احساساتیان دي، چې ښايي د تبلیغیانو خلافت دداعش په ملاتړ د جګړې ډګر ته هم ودانګي.

دواړه جریانونه په افغانستان کې په ارامه ساه اخلي او ملي امنیت یې په اړه کوټلي ګامونه ندي اوچت کړي. اوس تمه کېږي، چې په افغانستان غوندې یو متضرر او کمزوري ملک کې په هرجریان چې په هرنامه وي پټ او ښکاره نظارت وساتل شي او ددواړو ډلو فعالیتونه له نږدې تعقیب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.