په تخار كې دوه تنه صحرايي محكمه شول

سنت الله تيمورد تخار په چاه آب ولسوالى كې خلكو په يوه صحرايي محكمه كې دوه تنه په وهلو وژلي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي پوليسو دوه تنه د يوه ډاكټر د وژلو په پيښه كې د لاس درلودو په تور نيولي وو اوغوښتل يې له چاه آب ولسوالى څخه يې تالقان ښار ته وليږدوي چې خلكو پرې هجوم وروړى داكسان يې له ځان سره وړي او ترهغه يې وهلې چې ژوند يې له لاسه وركړى دى.

د تخار د امنيې قوماندان  نور محمد حكيمي  وايي دا كسان د وژل شوي ډاكټر اصلي قاتلان وو  چې پوليسو نيولي وو او غوښتل يې مركز ته يې وليږدوي، هغه وايي خلكو پرې بريد وكړ خو داچى امنيتي ځواكونه لږ وو نو پوليس ونه توانيدل چې دا كسان وژغوري. د تخار چارواكي وايي د دې پيښې د څيړنې په موخه يې يو پلاوى ولسوالې ته استولى چې پيښه له نيژدې وڅيړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.