په تركيه كې د امريكا متحده ايالاتوكنسلګرى خبردارى وركړى چې د تركيې په استانبول او انتاليا ښارونوكې به ترهګربريدونه وشي. تركيې رسنيو ويلي امريكايي چارواكو په دغه هيواد كې خپلو اتباعو ته ويلي چې د تركيې په استانبول او انتاليا ښارونو كې له ګرځيدو څخه سفر ډډه وكړي. د ( سوزجو) خبري آژانس وايي په دې اعلاميه كې د جدي ګواښ يادونه شوې، د اسراييلو لومړي وزير هم تر دې وړاندې د ترهګرو بريدونو د احتمال يادونه كړې وه او ويلي يې وو په تركيه كې د ترهګرو بريدونو د ګواښ له امله بايد ټول اسرايلي اتباع له دغه هيواده ووځي.
Leave a Reply