په تركيه كې پنځه كډوال ډوب شول

کډوال ډوب شويد تركيې په سواحلو كې د بيا هم پنځه كډوال ډوب شوي دي. د يورونيوز د خبر له مخې د پنجشنبه په شپه هغه وخت دغو افغان او ايراني كډوالو  ژوند له لاسه وركړ چې ليږدونكى كيښتى يې ډوبه شوه. رپوټ وايي چې په دې كې درى ماشومان هم شته.

د تركيې سمندري ځواكونو نهه تنه نور ژغورلي او دوه لاهم ورك دي. دا كيښتى د اژه په اوبو كې د تركيې د جناق كلي ته څيرمه ډوبه شوې چې غوښتل يې د يونان لزبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي.

د دې كسانو له ډلې يوبل تن چې غوښتل يې په لامبو ځان وژغوري ساحل ته نيژدې ژوند له لاسه وركړى دى. په تير ميلادي كال كې ۸۵۰ زره كډوال او د روان ميلادي كال له پيله تراوسه ۱۳۰ زره كډوالو د تركيې له لارې يونان ته ځانونه رسولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.