په تورخم كې څه روان دي

تورخمد افغانستان په ختيځ تورخم كې د سرحدي پوليسو په تاسيساتو له پرون راهيسي د توغنديو ډزې دوام لري. سرچينې وايي چې ډيرې دا مرمۍ په تورخم كې د سرحدي پوليسو هډې ته څېرمه لګيدلې، خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

په ختيځ كې د ۳۰۱ سرحدي پوليسو قوماندان وايي په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې د پاكستان له خاورې په تورخم كې د سرحدي پوليسو يوې هډې ته نيژدې ديارلس مرمۍ لګيدلي دي. هغه وايي په دې ډزو كې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او تراوسه نه شي ويلاى چې د پاكستان پوځ ويشتلې او كه وسله والو خو د پاكستان له خاورې توغول شوې دي.

بلخوا د تورخم لاره تړل شوې ده. رپوټونه وايي چې له دې امله د تورخم دروازې دواړو لورو ته زرګونه كسان بند پاتې دي او د لارې د خلاصون انتظار باسي. په ختيځ كې چارواكي وايي چې لاره پاكستان تړلې او لامل يې روښانه نه دى.

دا لاره په داسې حال كې تړل كيږي چې په پام كې ده سبا په كابل كې د افغانستان ، پاكستان ، امريكا متحده ايالاتو او چين څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.