په تورخم کې افغانانو ته د پاکستان خبرداری

د پاکستان حکومت د تورخم په ښارګوټي کې له میشتو افغانانو غوښتي چې تر څلورو ورځو پورې له دغه ښارګوټي ووځي او افغانستان ته لاړشي له دې پرته به ورسره سخت چلند وشي. د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپاڼه وايی د پاکستان د فدرال دولت استازو په دغه سیمه کې له پاکستانیانو غوښتي مخکې له دې چې دا څلور ورځنی ضرب الاجل پای ته ورسیږي باید ټول هغه  افغانان له کورونو  وباسي چې د دوی کورونه او یاهټې یې کرایه کړي دي.

تراوسه د پاکستان د دې کار لامل نه دی روښانه ، خو ویل کیږي چې دا به  د پولې د څارنې د سختولو په موخه د دغه هیواد د پروګرام یوه برخه وي. په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان حکومت څو ځله  له دغه لارې  له ویزې پرته  په تګ راتګ بندیز ولګاوه چې د افغانانو د سخت غبرګون لامل شو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.