په جرمني کې افغان سفارت کډوالو ته په ۵۰۰۰ ډالر تاييدي اسناد جوړوي

جرمني کې افغان سفارتپه جرمني کې د افغانستان سفارت سلګونه ایرانیانو او پاکستانیانو ته د افغانستان د تابعیت جعلي اسناد ورکړي او له کبله یې د هغو افغانانو شمېر دوه چنده زیات شوی، چې المان ته په قاچاقي لارو د کډوالۍ په کاروانونو کې تللي‌دي.

په جرمني د افغانستان د سفارت یوه سرچينه وايي، یوه ډله خلک په سفارت کې ایرانیانو او پاکستانیانو ته جعلي تذکرې ورجوړوي او هغه دسفارت له خوا تاییدوي چې ګویا داخلک افغانان دي. سرچینه وايي، د جرمني حکومت کې دغه ډله کډوالو غلط معلومات ورکړي او اوس جرمني حکومت پرېکړه کړې چې هغوی بیرته ستانه کړي. سرچینه وايي:

(( تاسو به هله د موضوع جديت ته متوجه شئ، چې ایرانیان او پاکستانیان د افغان کډوالو په منځ کې بیرته افغانستان ته درستانه کړي))  

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، سفارت د هر تاييدي پرسر له کډوالو پنځه زره ډالر اخلي او په دې معامله کې د سفیر، قونسلي او اړیکو برخو مسولینو په شمول ډیر کسان دخیل دي.

دوی وايي، سفارت خپل دلالان لري، د سفارت مخې ته تاویږي او حتی د کډوالو کمپونو ته د کمبلو او خوراکي توکو د مرستندویانو په توګه ورځي او د اسنادو جوړولو معاملې لپاره یې له سفارت سره په اړیکه کې کوي.

په جرمني کې ډېری افغان کډوال په یو ناوړه وضعیت کې قرار لري، ددوی اکثرو اسناد جعلي دي، د پنا غوښتنې پروخت یې مامورینو ته دروغ ويلي، په کمپونو کې جګړې کوي او څو کسان په غلاوو نیولي شوي دي، خو په جرمني کې میشت پخواني افغان کډوال بیا ادعا کوي، چې د کډوالو ایستلو اوازه د فشار یوډول دی او جرمني به یو محدود شمیر کډوال له دې کبله له خپله ملکه وشړي چې ناسم معلومات یې وړاندې کړي او یا په نورو جرمونو متهم دي، چې جرمني په دې برخه کې ډېر حساس دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.