په جلال اباد کې د بشري حقونو د کمیسیون کارکوونکي وژل شوي

چاودنهد ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې نن سهار د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور زخمیان دي.

پېښه د ښار په څلورمه کارته کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې موټر د لارې پرسر په ښخ کړل شوي ماین وربرابر شو. د جلال اباد د پولیسو ویاند وايي، ټپیان څلور کسان دي او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی، خو عیني شاهدانو پنځه ټپیان لیدلي دي چې له سیمې انتقال شول.

تردم ګړۍ چا د پېښې پړه په غاړه نده اخستې خو په ننګرهار کې په طالبانو سربیره داعش په نوم جنګیالیو ډله هم فعال ده چې په وروستیو کې یې په کوټ، چپرهار، او خوګیاڼو کې له دولتي ځواکونو او طالبانو سره پرلپسې جګړې وکړې.

امنیتي سرچينې وايي چې د ننګرهار ولایت مرکز حالات د پخوا په څیر ښه ندي او اکثره سخت دریځي په ښار کې په ښکاره ګرځي او ملاتړ یې کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.