بي بي سي: د امریکايي پوځ یوه چارواکي ویلي، د جلال آباد پر هوايي ډګر د امریکا یوه سي ۱۳۰ ډوله پوځي الوتکه له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوې، چې د امریکايي پوځ د شپږو پوځيانو په ګډون لږترلږه یوولس کسان پکې وژل شوي.
ډګروال برایان تریباس ویلي: “د یادې الوتکې ټوله عمله او سپاره وژل شوي دي. ”
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې څلور نور کسان هم وژل شوي.
رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، دا پېښه تېره شپه په ځايي وخت په جلال آباد کې رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دغه الوتکه د دوی کسانو ویشتلې ده، خو خبري رسنۍ وايي، چې هلته د پېښې پرمهال هېڅ ډول جګړه یا بریدونه نه وو.
مجاهد لیکلي، د دقیقو معلوماتو پر اساس، ۱۵ تنه امریکايان او ګڼ افغان پوځيان پکې وژل شوي.
تر اوسه د الوتکې د پېښې لامل نه دی روښانه شوی، خو یوه امریکايي پوځي چارواکي ویلي، د پېښې ارزونه کوي.
د ناټو د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي او پولنډي سرتېرو په ګډون د ناټو شاوخوا زر پوځيان مېشت دي.
په افغانستان کې د امریکا نژدې ۹۸۰۰ پوځيان دي، چې د روان کال تر پایه به یې شمېر کم شي
Leave a Reply