په جیوپولیتیکو لوبوکې د ترهګرو له کارولو باید ډډه وشي

داعشد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي ترهګر باید په جیوپولیتیکو لوبو کې د شطرنج د دانو په شان ونه کارول شي. د «سپوتنیک» آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف پرون ویلي که ترهګر په جیوپولیتیکو لوبو کې د شطرنج د دانو په توګه وکارول شيد منځني ختیځ د کړکیچ د حل په موخه به هیڅ حل لاره بریالی نه شي.

هغه وایی: «که وضعیت نور هم خرابیږي نو د ټولې نړیوالې ټولنې له پاره یو ګواښ دی، له شک پرته د ترهګرو او په تیره بیا د داعش د ریښو د چولو پرته چې د منځني ختیځ ډیرې سیمې په واک کې لري په سیمه کې تلپاتې ثبات ناشونی دی.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي په جیوپولیتکیو لوبو کې د ترهګرو کارول به بریالیتوب ونه لري .هغه خبریالانو ته ویلي د منځني ختیځ د ستونزې په حل کې د امریکا او روسیې له مشترکې بیانیې پرته به بل هیڅ بدیل  وجود ونه لری.

Leave a Reply

Your email address will not be published.