په حلب كې كلورين غاز كارول شوى

د سوريې په جګړه كې له كلورين غاز څخه استفاده شوې ده. په حلب كې د سره صليب د روغتون يوډاكټر وايي د دې بريد قربانيان په كلورين مسموم شوي دي. د ( سپوتنيك) د رپوټ له مخې د سوريې د كردانو يوه وياند هم په سوريه كې د دا ډول مسموميت شتون تايد كړى. د كردانو د ملاتړ وسله وال ځواك تركيې ته نيژدې وسله واله ډله د دې بريد مسوله بللې ده، خو دغه ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.