په خوست کې دوڅلویښت زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې

خوست نیالگيپه خوست کې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو چارې پیل شوې، د خوست والی حکم خان حبیبي وايی په پیل کې به هغه څلور سوه جریبه ځمکه له غصب خلاصه او هغو کسانو ته ورکړل شي چې د خوست ښار په کونډیو سیمه کې پرې په غیر قانوني توګه د (قلموال ښارګوټی) پیل شوی دی. حکم خان حبیبي وایي دا عملیات به د خوست نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د خوست والي وايي د کونډیو په دښته کې ٤٠٠ جريبه ځمکه غصب شوې او  هغو کسانو ته به نمرې پکې وويشي چې ١٠ کاله وړاندې يې بانک ته پيسې سپارلې دي.

د دولتي ځمکو غصب د هیواد د نورو سیمو په شان په خوست کې هم ستونزې جوړې کړې، د خوست د (اراضي) ادارې د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې ٥٨ زره جريبه دولتي ځمکه ثبت شوې، چې ٤٢ زره جريبه د ځايي خلکو، مشرانو او يو شمېر زورواکو له غصب شوې ده.

د خوست والي وایي غصب د بیارغونې چارې له ستونزو سره مخ کړې او له غاصبانو سره به جدي مبارزه وکړي. په دغه ولایت کې ډیرې دولتي ځمکې د خلکو له خوا په نورو خلکو پلورل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.