په خیبر پښتونخوا کې ۱۸۸ افغانان نیول شوي

خیبر پښتونخواد پاکستان امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې ۱۸۸ افغان کډوال نیولي او له تورخم یې را اړولي دي.

د افغانستان سرحدي پولیسو نن  د پاکستان له سرحدي پولیسو او سرتیرو سره تر لفظي شخړې وروسته د تورخم دروازه د یوه ساعت له پاره وتړله.

د افغانستان سرحدي پولیسو دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند هم غندلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.