په داغستان كې داعشيان نيول شوي دي

داغستاند داغستان پوليس وايي درې داعشيان له يو ټن چاوديدونكو توكو او پنځه كيلوګرامه (تي ان تي) سره د پوليسو په  عملياتو كې نيول شوي دي.

چارواكي وايي دغو كسانو غوښتل له دغه چاوديدونكو توكو څخه بمونه جوړ او په ورانكارو بريدونو كې يې وكاروي. چارواكي وايي دا كسان د داغستان د پلازمينې په ۷۲ كيلومترۍ كې په (مخاچ كلا) كې نيول شوي دي.

پوليس وايي دغو كسانو فولادي لولې له چاوديدونكو توكو ډكې كړې وې او غوښتل يې بمونه ترې جوړ كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.