په دایمیردادو کې وژل شوي کسان ‌طالبان وو

د سویډن نړیواله کمېټهد وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالی په (تنګي) سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي کسان ‌‌طالبان وو. دا عملیات د پنجشنبه په شپه شوي دي، د وردګو د والي مطبوعاتي دفتر وایی په دغه عملیاتو کې چې په یوه روغتیایی مرکز شوي وسله وال طالبان په کې په نښه شوي دي، دا روغتایی مرکز د سویډن د نړیوالې کمېټې له خوا تمویلیږي او په دې وروستیو کې یې څو بسترونه هم فعال کړي وو.

د سیمې اوسیدونکي وایی د پنجشنبه په شپه یوې چورلکې په (تنګي سیدان) سیمه کې ځانګړي ځواکونه ښکته کړل چې وروسته ځواکونه روغتیایي مرکز ته ورغلل او په دغه مرکز کې بستر درې طالبان چې د همدې ولایت له (سیاب) او (سیبک) سیمې دغه مرکز ته راوړل شوي وو د ځانګړو ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول.

دا سرچینه وایی دا طالبان په نوموړو سیمو کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ټپیان شوي وو. د سیمې اوسیدونکي وايی چې ځانګړو ځواکونو د تنګي سیدان  په (خواجه ګانو) سیمه کې یوبل طالب هم په ډزو ووژل شو.

د وردګو د والي ویاند توریالی همت وایي چې دا ځواکونه له مرکز څخه ورغلي او موخه یې وسله وال طالبان وو هغه وایی: «زموږ د راپورونو له مخې د میدان وردګو په دایمرداد ولسوالۍ کې عملیات شوي. دا عملیات افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا یوه بجه ترسره کړي. د هغه راپورونو له مخې چې امنیتي ځواکونو د ولایت له مقام سره شریک کړي د دولت څلور وسله وال مخالفان وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی

په افغانستان کې د سویډن کمیټې هم د دغه عملیاتو پخلی کړی او  وایي چې په دغه روغتون کې دوه ناروغان او یو د روغتون کارکوونکی وژل شوي دي. سویډن کمیټې دا کار د جنیوا د کنوانسیون څخه څرګنده سرغړونه ګڼلې ده.

د سویډن نړیواله کمیټه وایی: «هرڅوک حق لري چې د دوی په روغتون کې د هغه درملنه وشي او دا برید د بشري حقونو له نړېوالو اصولو سره په ټکر کې دی

بل لور ته طالبانو ویلي چې دا کار امریکایانو او افغان پوځیانو په شریکه کړی دی. طالبانو په یوه اعلامیه کې له نړېوالو سازمانونو غوښتي چې د روغتیایي مرکزونو په وړاندې دا ډول بریدونه او کړنې وغندي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.