په درېیواونیو کې د ۴۵۰ کسانو نیول

جنرال عبدالرحمن رحیميکه څه هم د کابل په پولیسو تل نیوکه کیږي چې د ډیرو پیښو په مخنیوي کې پاتې راغلي خو پولیس وایی دوی هم لاس ترزنې نه دي ناست او د ګڼو جنایی پیښو مخه یې نیولې ده. د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي  وایي په وروستیو درېیو اوونیو کې له څلور سوو زیات کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي دي.

دغه کسان د څلور سوه پنځلسو تورنو کسانو له ډلې دي چې د وژنو، اختطاف، غلا تور پرې پورې دی اود نشه یی توکو او الکولي مشروباتو په پلور کې هم لاس لري. د کابل پولیس وایی، له دغو کسانوڅخه له څلویښت میله ډیرې  ډول ډول وسلې هم تر لاسه شوي دي.

د کابل د امنیي قوماندان وایي: (د کابل په بیلابیلو حوزو کې په تیرو درېیواونیو کې د ۱۸۳ جنایی پیښو کې د لاس لرلو په تړاو ۴۱۱ کسان نیول شوي دي.)

هغه وايی په نیول شویو کې اته تنه په وژلو تورن دي او اته نور بیا په انسان تښتونه کې لاس لري. نوموړی مني چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې غلاوې ډیرې شوې خو ټینګار کوي چې د پیښو عاملین نیول شوي او نور به هم ونیول شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.