په دشت ارچي كې د طالبانو زندان مات شو

كندزپه كندز كې امنيتي چارواكي وايي د دغه ولايت  په دشت ارچي كې يې د وسله والو طالبانو يو زندان مات كړى دى. په شمال ختيځ كې د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان شير عزيز كامه وال وايي چې دا عمليات په ګورتپه او د دشت ارچي په نهركهنه او پل مومن سيمو  كې شوي دي.

په عملياتو كې ځمكنيو او هوايي ځواكونو برخه اخيستې وه. په دې عملياتو كې ۲۱ وسله وال وژل شوي او هغه زندان له منځه وړل شوى چې طالبانو په كې خلك ساتلي وو.

امنيتي سرچينې وايي چې په دې عملياتو كې هغه موټر هم له منځه وړل شوى چې په كندز ښار كې د چاودنې په موخه چمتو شوى و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.