په دشت برچي كې څلور تنه د زنا په تور وژل شوي

دا پيښه د  كابل د ديارلسمې حوزې د  دشت برچي په (قلعه ناظر) سيمه كې شوې ده.  په دغه سيمه كې په يوه كور كې دوه نارينه او دوې ښځې په يوه خونه كې په ډزو وژل شوي دي، ويل كيږي دا كسان د زنا او شرابوخوړولو په موخه په يوه كور كې راټول شوي وو.

د كابل پوليسو هم منلې چې له ترلاسه شويو شواهدو ښكاري چې دا كسان د اخلاقي فساد په موخه راټول شوي وو. د سيمې يو شمير اوسيدونكي وايي دا كور څلور مياشتې مخكې كرايه شوې وه.

د سيمې اوسيدونكي وايي دا كسان يې د خپلو كورنيو له خوا د زنا او شراب څښلو په جرم وژل شوي دي. د كابل پوليس وايي په دې پيښه كې د تړاو په تور يې څلور تنه نيولي او په اړه يې څيړنې دوام لري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.