په هيواد كې د وزګارتيا د كچې د لوړيدو له امله ولسي جرګه هم انديښنه كړې او په همدې موخه يې د كار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخيل او د د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس احمد مسعود توخي عمومي غونډې ته وربللې وو.
د ولسي جرګې غړي په هېواد کې په وزګارتیا اندیښنه وښوده او وایی له دې امله ډير ځوانان له هېواده تیښته کوي. دوى وایی، دولتي بنسټونو کې ګومارنې د اړیکو په اساس دي، نه مسلک ته په پام سره.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره وایی، وزارت هڅه کوي چې د نورو سکتوري وزارتونو په همکاري کاري زمینه برابره کړي او تر اوسه له پنځوس زرو ډير کسان د مهارتونو په برخه کې روزل شوي دي. نسرين اورياخيل وايي تر راتلونكو شپږو مياشتو پورې به دوولس زره نور كسانو ته هم د حرفوي زده كړو تصديق پاڼې وركړل شي.
د اداري اصلاحاتو د كميسيون رييس احمد مسعود توخى وايي ۲۵۵۸۴ پستونه په دولتي بنسټونو كې تش دي چې ډير يې د پوهنې او عامې روغتيا په وزارتونو كې دي. هغه وايي دا پستونه اعلان شوي هم دي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې په دولتي بنسټونو کې زیاتره ګمارنې د اړيكو په اساس کیږي چې دې كار حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
Leave a Reply