په راتلوونکې کې به دداعش مسیرونه کوم وي؟

داعشد سوریې په جګړه کې ښکېلې ډلې په مجموعي توګه کولای شو په دریو هغو تقسیم کړو:

لومړۍ ډله کې ایران، روسیه، د لبنان حزب الله او د سوریې پوځ شامل دي. دویمه ډله امریکا متحده ایالتونه، فرانسه، ایټالیا، بریتانیا، کاناډا، استرالیا او هالنډ دي، درېیمه ډله کې سعودي عربستان، بحرین، امارات او قطر یادولای شو. د عراق پوځ هم تریوې اندازې لومړۍ او تر ډېره درېمې ډلې ته متمایل ګڼلای شو. هردرې ډلې چې مشترک اهداف نلري بیاهم په ځینو وختونو کې یې اهداف په مشترک لوري درومي.

داعش د خپل ځان پروړاندې د لومړۍ او دویمې ډلې ترمنځ غیر رسمي ایتلاف ويني چې د سیاسي اختلافونو سره سره د ضرورت پروخت یو د بل مرستې ته دانګي. دې موضوع په داعش کړۍ راتنګه کړې او هغه یې د خپل سیاست بدلونې دویم فاز داخلیدو ته اړ کړی دی. دداعش د سیاستونو لومړنۍ مرحله یا فاز د خپل تسلط لاندې سیمو په هم سرحدو ځایونو حملې کول و، چې منابع یې چورتالان کړي‌ خو د هېوادنیو ځواکونو له خوا سختو حملو او عملیاتو د داعش دا مرحله له ګواښ سره مخ کړه.

د داعش سیاست دویمه مرحله په سوریه او عراق کې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کول دي، چې ددې لپاره باید د جنګ میدان ته تغیر ورکړي. د اکتوبر په ۳۱ د مصر په اسمان کې په روسۍ الوتکه برید او  په پاریس کې د نومبر د ۱۳ بریدونه دداعش له هغو تاکتیکونو حسابېدای شي، چې غواړي جنګونه نورو هېوادونو ته وغځوي او په دې توګه په سوریه او عراق کې د ځان پروړاندې د بهرنیو ځواکونو د بریدونو فشارونه راکم کړي.

داعش په اسانۍ سره په سوریه او عراق کې د جګړو دداستان په وروستني فصل پوهېږي او له همدا اوسه د هغې د تغیر په هڅو لګیا دی. هغه فصل چې یوازې د سوریې او عراق د حکومتونو ملاتړي ځواکونه په یوازې سر له داعش سره د جنګ په میدان کې پاتې کېږي او په دې دلیل چې بهرني ځواکونه به د عراق او سوریې د ځواکونو په ملاتړ جنګېږي نو نړیواله توجیه به ولرلای شي.

ښايي په لومړنیو کې د داعش تشکیل او سیاستونه یې د امریکا د بهرني سیاست د توجیه د ابزارو په توګه حسابېدل خو د عراق د سیاست داخلي بحران، داجوړښت د امریکا له لاسه و ایست او د یوې خودمختاره ډلې په توګه ځان ته کار کوي. البته د سعودي دا پټې هڅې چې په عراق کې د ایران د نفوذ مخه ډب کړي او له داعش سره یې په همدې نیت مرستې کولې، هم بې تاثیره نشو ګڼلای.

په همدې دلیل د امریکا او سعودي په جبهو کې ولاړ ځواکونه نه یوازې په دې فکر ندي، چې داعش له منځه لاړ شي بلکې له هغه څخه د هدفمنده استفادې هڅې کوي. امریکا پوهېږي، دداعش مکمل ماتېدل به دداعش اروپايي امریکايي جنګیالي اړ کړي چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي او دا یعنې اروپا او امریکا خاورې ته داعش ته رسمي بلنه ورکول. له بلې خوا د داعش په شکست سره په منځني ختیځ کې امریکا د خپل حضور توجیه په کامل ډول له لاسه ورکوي، او داکار یعنې بیا په منځني ختیځ کې د امریکا او غرب د فعال حضور د بیا پیل لپاره نوې انګېزې رامنځ ته کولو ته ضرورت لري. نوې انګېزه به هم وخت اخلي، هم به لګښت لوړځي او هم به عامه افکار په ډېره سختۍ د امریکا د لوبې له جنجالي له سره پیلولو سره مخالف شي.

عربستان هم دداعش له منځه تګ سره د ایران پرضد او د سوریې او عراق له شعیه اسلام سره د مبارزې ابزار نلري او په رسمي ډول به د منځني ختیځ تر نیمو زیات هېوادونه لکه لبنان، سوریه ، عراق او یمن د ایران د سیاستونو تر سیوري لاندې راځي. له همدې کبله له داعش څخه د عربستان حمایت د تصور خلاف ندی. له داعش څخه د امریکا او عربستان د پټ ملاتړ په سیاستونو کې د تضاد موجودیت د سوریې او عراق پر سر د امرکا او سعودي ترمنځ د سیاسي جګړې احتمال قوي‌کوي. چې له هره اړخه ورته وکتل شي،‌سملاسي د سوریې او عراق په اړه یوازې د ایران او روسیې سیاستونه ثابت دي. په همدې دلیل که په عراق او سوریه کې ښکېلې بهرنۍ جنګي ډلې هرډول انعطاف کوي د روسیې او ایران په ګټه به تمامېږي.

 

اوس به نو داعش په دې مرحله کې څه وکولای شي؟

  • لومړنی انتخاب یې دادی، چې یو مصون مکان پیدا کړي ترڅو هلته وکوچېږي، ځکه که په عراق او سوریه کې خپل سنګرونه له لاسه ورکړي، چې له کامل منحل نه خو ځان وژغوري. افغانستان یو له دغه ډول سیمو دی، چې داعش ورتللی شي، ځکه چې هلته په معمول ډول طالبان او القاعده اوسېږي او د سعودي له مستقيم ملاتړ برخمن دي.
  • دویم انتخاب د غربي هېوادونو له مسلمانانو استفاده ده چې اکثره یې افریقايي کډوال دي اسلام یې د منځني ختیځ له مسلمانانو سره متفاوت دی، د سازمانونو داخلي قوانین یې د امریکا له ګنګ ډلو سره شباهت لري او ‌ذاتاً د خپلو کوربه هېوادونو پرضد د طرف نیولو په حال کې دي. داډلې به دداعش پرضد په جګړو کې د ښکېلو هېوادونو پرضد داخلي حملې پیل کړي دبېلګې په توګه د نومبر د ۱۳ په څیر چې په پاریس کې یې خلک ووژل او حکومت یې ګنګس کړ.
  • د داعش درېیم انتخاب د سوریې او عراق له مخالفو ځواکونو سره په سوریه او عراق کې مرسته کول، چې په یو شکل یې د تروریزم ښه نقش لوبولی او د امریکا او عربستان له ملاتړه برخمن دي. په دې توګه په جګړه کې له یو طرف سره همکاري او په پردي پوست کې ننوتل کولای شي، ددوی بقا تضمین کړي.

البته د ترکیې رول هم باید له پامه ونه غورځول شي، ښايي ټول احتمالات په وروستۍ لحظه کې له منځه لاړشي او ترکیه داعش ښکاره ملاتړ اعلان کړي. ترکیه حاضره ده، دداعش ملاتړ ومني خو په هغه صورت کې چې په سرحد کې د کردي دولت د جوړېدو مخه ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.