په روسيه بنديزونه اروپا له ستونزو سره مخ كولاى شي

اوکراینيوه انګليسي ورځپاڼه وايي كه روسيه په اروپا خپل طبيعي غاز ودروي نو اروپا به له يوبل ناورين سره مخ شي. اروپا چې اوس د كډوالو د ورتلو له جدي ستونزې سره مخ دى ښايي په روسيه د نورو بنديزو په لګيدو دا هيواد اروپا ته خپل صادراتي غاز ودروي.

(فايننشل تايمز)  وايي اروپا چې اوس د كډوالو د ورتلو له ناورين سره مخ ده له بل احتمالي ناورين سره په ويره كې ده. روسيه د اروپا ختيځې او مركزي سيمو ته طبيعي غاز صادروي.

ويل كيږي ترټولو جدي ستونزه به اوكراين وزغمي. (فايننشل تايمز) وايي اوكراين به اقتصادي ستونزې سره مخ شي او ښايي ډير اوكراينيان پولند او آلمان ته كډوال شي، دا به په اروپا كې د كډوالو ستونزه لا زياته كړي هغه څه چې اوس هم ترې دا لويه وچه ځوريږي.

د اوكراين په ختيځ كې د رامنځ ته شوي كړكيچ له امله د روسيې او اروپا ترمنځ اړيكي ترينګلي شوي او د پلوماتيكي اړيكي ترټولو ټيټې كچې ته رسيدلې دي. لوديځ هيوادونه او په تيره امريكا متحده ايالات ادعا كوي چې روسيه د اوكراين د ختيځ په پيښو كې لاس لري نو له دې امله يې په مسكو  اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.