په روسيه كې يوه الوتكه وغورځيده

فلاى دوبۍد روسيې په سويل كې د يوې الوتكې د غورځيدو په پيښه كې يو شپيته تنه مړه شوي دي. دا الوتكه په (فلاى دوبۍ) شركت پورې تړاو لري چې نن سهار تر لويدو وروسته سوځيدلې ده.

په روسيېه كې محلي چارواكي وايي دا بويينګ ۷۳۷ ډوله الوتكه په (رستوف) ښار كې د ناستې په وخت كې اور اخيستى او سوځيدلې ده. دغه الوتكه له دوبۍ الوتې وه او ۵۵ مسافر او شپږ عمله يې درلودل چې ډير يې روسان وو.

تراوسه د دغه پيښې لامل نه دى روښانه شوى، خو تند باد او دوړو د پيلوټانو د ليد ساحه كمه كړې وه.  ويل كيږي چې نيژدې سل د ژغورنې كسان سيمې ته ليږدول شوي او اور يې مړ شوى. د فلاى دوبۍ شركت وايي له دې پيښې خبر شوي او په اړه يې څيړنه كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.