په زابل کې داعش جنګیالیو د ۷ برمته شوو سرونه غوڅ کړي

داعشداعش جنګیالیو په زابل ولایت کې د هغو اوو کسانو سرونه غوڅ کړي، چې څو اونۍ وړاندې یې برمته کړي وو. داکسان د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ اوسېدونکي او په خټه هزاره ګان وو. په وژل شوو کې درې مېرمنې هم شاملې دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني وايي، داعش جنګیالي له طالبانو سره د ارغنداب په ولسوالۍ کې په جګړه کېوتل او کله چې یې شکست وخوړ او تېښتې ته مجبور شول د برمته شوو کسانو سرونه یې غوڅ کړل.

دا اووه کسان چې درې مېرمنې او څلور سړي وو، څو اونۍ وړاندې د کابل کندهار په لاره له موټرو راښکته کړای شول، دوی د غزني د جاغوریو د همرده ګلزار د سیمې اوسیدونکي وو او غوښتل یې کندهار ته سفر وکړي.

د امنیت امر وايي، دوی د سیمې د مخورو او سپین ږیرو په مرسته د وژل شوو جسدونه شاجوی ولسوالۍ ته راانتقال کړي او فعلاً په یو روغتون کې دي.

تردې وړاندې ویل شوي و، چې د برمته شوو له جملې څخه درې کسان راخوشي شوي او شاجوی ته لېږدول شوي دي. له جاغوري څخه د سپین ږیرو یو پلاوی زابل ته تللی و، چې دوی خپل کلي ته راانتقال کړي خو اوس د ټولو د وژلو خبر تاييد شوی دی.

څو ورځې وړاندې هم نا پېژاندو وسله والو د دهمرده ګلزار سیمې شپږ نور کسان برمته کړل چې ماشومان او میرمنې هم پکې شامل دي خو تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.