په زابل کې د دې ولایت له پاره د داعش عمومي قومندان نیول شوی دی

د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو مهم قومندان نيولی دی.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزي رسنیوته ویلي، چې په دې ولايت کې یې د داعش وسله والو عمومي قومندان خالد اخوندزاده  له خپلو پنځو ملګرو سره يو ځای نيولی دی.

خالد اخوندزاده په زابل کې د داعش وسله والې ډلې بنسټ اېښودونکی ګڼل کيږي او ويل کيږي، چې په نيول کيدو سره به يې دې ډلې ته لوی زیان واوړي.

نورزي ويلي د داعش له دې قومندان سره په نيول شويو کسانو کې بهرني وګړي هم شامل دي. ياد کسان تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا نيول شوي، چې د ناټو د پريکنده ملاتړ ماموريت ځواکونو يې هوايي مرسته کوله.

د زابل په ملي امنيت رياست کې يوې سرچينې رسنیو ته ويلي، چې د داعش پر خلاف يې د لومړي ځل لپاره بريالي عمليات کړي، چې په پايله کې يې د دې ډلې رهبري ځپل شوې ده.
داعش له تېرو دوو کلونو راهيسې د زابل په خاک افغان، دايچوپان او ارغنداب ولسواليو کې فعاليت پيل کړی، چې د دې ولايت د اوسيدونکو جدې اندېښنې يې را پارولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.