په سرپل كې عمليات بريالي نه و

قوماندان عبدالقيوم باقيد (خورشيد۱۶) په نامه دا عمليات يوه اونۍ مخكې په سرپل ولايت كې پيل شوي وو. د سرپل د امنيې قوماندان عبدالقيوم باقي زوى وايي په دغه عملياتو كې شل وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.  هغه وايي په عملياتو كې د صياد ولسوالې د ختيځ (آقسوى)  او (آهوى) سيمې نيول شوې دي.

باقي زوى وايي  په دې عملياتوكې يو سرتيرى وژل شوى او د ملي اردو د يوه سرتيري په شمول پنځه نور ټپيان شوي دي. كه څه هم هغه وايي چې په دې عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو په دغه ولايت كې محلي سرچينې وايي چې  يوه ښځه په (قلعه سوخته) كې وژل شوې او درې تنه نور په (شورقدق) كلي كې ټپيان شوي دي.

بلخوا ويل كيږي چې وسله والو طالبانو د (سلطان ابراهيم) پل نړولى و نو له دې امله امنيتي ځواكونو عمليات ټكني و. د سرپل ولايتي شورا وايي په دغه ولايت كې د امنيتي ځواكونو عمليات بريالي نه و. د سرپل د ولايتي شورا غړى اسدالله خرمي وايي عملياتو يوه اونۍ دوام درلود خو هيڅ پايله يې نه درلوده .

وسله والو طالبانو هم په دې ولايت كې د دولتي ځواكونو ادعاوې ناسمې بللې او ادعا يې كړې چې د دوى سنګرونه تراوسه هم پرځاى پاتې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.