په سرپل ولايت کې د وسله والو پر ضد ولسي پاڅون کيږي

د سرپل والي د دې ولايت له اوسيدونکو غوښتي چې د ولسي پاڅون په چوکاټ کې سره راټول شي او د امنيتي ځواکونو تر څنګ له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وويل، چې ولسونه نور د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې زغم نه لري، له همدې امله بايد د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودريږي. ده دغه راز وويل چې ډير ژر به د ولس په ملاتړ د دې ولايت په صياد ولسوالۍ کې د وسله والو پر خلاف چاڼيز عمليات هم پيل کړي.
د سرپل والي دا خبره په داسې حال کې کوي، چې په صياد ولسوالۍ کې د وسله والو پر خلاف د البرز په نوم عمليات چې نږدې دوې مياشتې وړاندې پيل شوي، لا هم دوام لري. په همدې حال کې د سرپل د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، البرز عمليات له پيله بيا تر اوسه ناکام دي او له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونه له دې ولسوالۍ وتلي او د سرپل ښار ته نږدې يې دفاعي قرارګاه جوړه کړې ده.
صياد د سرپل مرکز ته په ۱۴ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې د دې ولايت تر کوهستاناتو ولسوالۍ وروسته تر ټولو ناامنه ولسوالي ګڼل کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.