په سرپل کې تښتول شوي كسان خوشي شول

سرپلد سرپل محلي چارواكي وايي هغه يولس هزاره ګان د خلكو په همكارۍ او د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشي شوي چې څو ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي چې داکسان د چهارشنبه په ورځ د صیاد ولسوالې په (قفلتون) سیمه کې وسله والو تښتولي و.

هغه وايی داکسان له صیاد ولسوالې څخه د سرپل مرکز ته په یوه موټر کې روان وو چې وسله والو یې موټر ودراوه درې ښځې او ماشومان یې خوشي او نارینه یې چې ټول چې ۱۱ تنه کیږي له ځان سره وړي و.

ويل كيږي چې داكسان وسله والو طالبانو تښتولي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.