په سلواکیه کې چورلکې د رالوېدو له کبله ۷ تنه افغانان مړه شوي

اوکرایني غیر نظامي چورلکهد راپورونو په بنسټ یوه (MI-2) ډوله غیرنظامي اوکرایني چورلکه د سلواکیه په شرق کې رالوېدلې چې په غیرقانوني ډول د سلواک هوا ته ننوتې وه او ۸ تنه پکې مړه شوي. ویل کېږي ۷ تنه یې افغانان دي.

ایوان نتیک (Ivan Netik) د براتیسلاوا د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې یوه ناپېژندل شوې چورلکه د سلواکیه رادارونو کشف کړه چې د سلواکیه سرحدونو ته ننوتې. لږه شېبه وروسته چې د سلواک حریم ته داخله شوه د سلواکیه او اوکراین د سرحد په ۱۵ کیلومترۍ کې راولوېده. د دې احتمال وجود لري چې دا چورلکه د هغو قاچاق‌ وړونکو لخوا کارول کېده چې اروپا ته په غیرقانوني توګه مهاجر انتقالوي.

ایوان نتیک د سلواکیه د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د پېښې په ځای کې تحقیقي ټیم په خپل کار پیل کړی خو د ناسمې هوا له کبله دا تحقیقات ورو روان دي.

نتیک وویل هلیکوپتر په ټیټې فضا کې پرواز کولو. هوا ډېره خرابه وه او هڅه یې کوله چې د سلواکیه د هوايي ترافیک له سیستمه ځان پټ وساتي. سلواکیه د اوکراین سره په ګډه دا مسله څېړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.