په سنګین کې ۶۵ پولیس وسله والو یاغیانو ته تسلیم شوي دي

افغان سرتیريد هلمند والي وايي، د جمعې په ورځ په سنګين کې ۶۵ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي. په تسلیم شوو کسانو کې چې ټول یې له پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته اوښتي درې قوماندانان هم شامل دي.

والي په یو خبري کنفرانس کې ويلي، چې له دې سره سره په سنګین کې حالات د دولت ترکنترول لاندې دي. والي وویل‌، په تېره یوه میاشت کې تر دوه سوه زیات طالب جنګیالي وژل شوي‌ او ټپیان شوي دي. د والي په خبره دغه زار ۸۵ افغان سرتیري او درې ملکي وګړي هم د تېرې یوې میاشتې په جګړو کې په هلمند ولایت کې وژل شوي دي.

د هلمند والي وايي ((‌تازه دمي ځواکونه د مارجې ولسوالۍ ته رسېدلي، د طالبانو لاس ته د لویدلو سیمو زیاتره یې بیرته دافغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې خو په مارجه کې لاهم جګړه روانه ده)).

خو د ولایتي شورا غړي وايي، په مارجه کې د بیا عملیاتو د پیل درک نشته او د ولایتي ادارې ادعا بې ځایه ګڼي. بل خواته په سنګين کې هم د جګړې راپور ورکړل شوی، خو د تلفاتو او دقیق وضعیت په اړه جزیات نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.