په سوريه كې د جيش الاسلام ډلې مشر ووژل شو

زهران علوش دمشقد نړيوالو رسنيو د رپوټ له مخې په سوريه كې د جيش الاسلام ډلې ويلي چې مشر يې زهران علوش دمشق ته نيژدې په يوه پوځي هډه په هوايي بريد كې وژل شوى دى.

رويترز وايي د دې ډلې مركزي هډه چې زرګونه غړي لري د روسيې الوتكو تر بريد لاندې راغلې ده. د جيش الاسلام ډله په القاعده پورې تړاو لري.  علوش سوريې ته تر تګ مخكې په سعودي عربستان كې زده كړې كړې وې.

ځينۍ رسنۍ وايي د علوش ډله د سعودي عربستان د استخباراتو د پخواني رييس بندرسلطان له خوا جوړه شوې او هغه وسلې او پيسې وركولې. علوش د جيش الاسلام ډلې عمومي قوماندان و. دا ډله په سوريه او په ځانګړې توګه د دمشق په ختيځ او ريف ښار كې فعاله ده.

علوش كلونه پخوا  په سوريه كې بندي و چې وروسته د بشارالاسد د فرمان له مخې خوشى او تر زده كړو وروسته يې د جيش الاسلام شبكه جوړه كړه.

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.