سوريه كې روسيې پرمخ تللي توغندي ځاى پرځاى كړي

سوريه - سكندر_ امروسيې په سوريه كې د بالستيك توغنديو پرمخ تللى سيستم ځاى پرځاى كړى دى. د يوې روسيې شبكې دا سيستم  د (سكندر_ ام) په نامه ياد كړى دى. د سپوتنيك د رپوټ له مخې د دغه سيستم په اړه ترلاسه شوي تصويرونه د (روسلان۱۲۴ _ام ) پوځي باروړونكې الوتكې له لوري اخيستل شوي چې په سوريه كې د حميم له پوځي هوايي هډې څخه الوتې وه.

(سكندر_ام) راكتونه په نوييمه لسيزه كې په روسيه كې جوړ شوي او  كولاى شي په ۵۰۰ كيلومترو كې هدف وولي. له دغه دستګاه څخه توغول شوي راكتونه ترهغه پورې د كنترول او لارښوونه وړې دي ترڅو په هدف ولګيږي او د توغنديو ضد سيستم هم نه شي كولاى دا توغندي وپيژني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.