په سوریه کې له کلا بندو خلکو سره دې مرسته وشي

سوریهد ملګرو ملتونو دامنیت شورا په سوریه کې د جګړې د ښکیلو غاړو له خوا د کلابندو ښارونو د وضعیت د ارزولو په موخه ځانګړې غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دغه ښارونو د اوسیدونکو ژوند د خواشینی وړ بللی او وایی په دغه ښارونو کې ښځې او ماشومان د قحطی له امله یوازې هډوکي او پوستکي پاتې او د ډیرې کمزوری له امله په لاره د تګ توان نه لري.

د ملګرو ملتونود رپوټ له مخې ۴۰۰ زره کسان په هغو ښارونو کې ژوند کوي چې د داعش له خوا کلابند شوي او د دې نیمایي نورکسان د بشارالاسد او نورو وسله والو ډلو په محاصره شویو ښارونو کې اوسي.

بانکي مون وایی چې په ۲۰۱۴م کال کې پنځه سلنه دغو کسانو سره بشري مرسته شونې وه، خو اوس دا شونتیا یو سلنه ته راټیټه شوې ده. هغه وایی د خلکو وږي ساتل جنګي جنایت دی او نړیوال قوانین یې غندي، نوموړي ویلي چې له دغو کسانو سره  مرسته شونې کړی.

برتیانیا  د روسیې په شمول له ټولو هغو هیوادونو چې د سوریې پر حکومت نفوذ لري غوښتي چې په محاصره شویو سیمو کې بشري مرستو ته لاره هواره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.