په سپين بولدک کې د جيولوژيکي سروې پايلې سبا له حکومت سره شريکيږي

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ډيورنډ پر فرضي کرښې د افغانستان او پاکستان له لوري د پيل شوې جيولوژيکي سروې پايلې سبا له حکومت سره شريکيږي.
د کندهار ولايت مرستيال والي حاجي اغا لالی دستګيري وايي، په نظر او لقمان کليو کې د افغانستان او پاکستان له خوا په ګډه د سيمې جيولوژيکي سروې روانه ده. دستګيري ويلي د افغانستان له لوري د سروې د ډلې مشري په سيمه کې د سرحدي پوليسو قومندان جنرال انور خان کوي او سبا به د خپلو پلټنو پايلې له مرکزي حکومت سره شريکې کړي.
مرستيال والي دغه راز ويلي، چې افغان او پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې په شا شوي او د جګړې د بيا پيل کيدو په تړاو اندېښنې نشته. له دې ټولو سره، سره د چمن – سپين بولدک لاره د پنځمې ورځې لپاره هم د تګ را تګ لپاره تړلې ده، چې ويل کيږي افغان سوداګر يې پرانيستل کيدو ته په تمه دي.
د کندهار د سوداګرو اتحاديه وايي، چې د افغان سوداګرو شاوخوا ۲۰۰ موټرونه د دروازې دواړو غاړو ته ايسار دي. د چمن – سپين بولدک پر لاره تر دې وړاندې هره ورځ تر ۲۰۰۰ ډيرو کسانو د سوداګرۍ، کاروبار او د ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.