په شمالي كوريا بنديزونه ولګول شول

د ملګرو ملتونو امنيت شوراد ملګرو ملتونو امنيت شورا په شمالي كوريا سخت بنديزونه ولګول. د رويترز د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په خپله پرونې ناسته كې هغه پريكړه ليك تصويب كړ چې په شمالي كوريا د هستوي ازموينې له امله نور بنديزونه لګوي.

په پریکړه لیک کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي هرهغه څه چې د هوا، ځمكې او اوبو له لارې شمالي کوریا ته ليږدول كيږي یا له دغه هېواده بهر ته وړل کیږي باید وپلټل شي. همدا راز پر شمالي کوریا د هر راز سپکو او درنو وسلو پلورل منع شوي دي.

په سوريه، ايران او ويتنام كې د شمالي كوريا د سوداګرې استازي په هغو شپاړس تنو كې شامل دي چې پرې بنديزونه لګول شوي دي. پريكړه ليك دغه راز د شمالي كوريا په ۱۲ شركتونو هم بنديزونه لګولي دي.

په ملګروملتونو کې د روسیې استازي ویټالي چورکین وايي پر شمالي کوریا لګیدلي بندیزونه سخت دي خو چورکین زیاته کړه چې شمالي کوریا کولاى شي له نړېوالو سره د خبرو میز ته حاضر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.