په شمال کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده

ملکي مرګ ژوبلهپه شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايی چې په ۱۳۹۴ کال کې د تیرهغه په پرتله ملکي مرګ ژوبله دوه برابره لوړه شوې ده.  دا چارواکي د دې کار لامل په سرپل، جوزجان، سمنګان او بلخ کې نښتې او جګړې ګڼي.

په بلخ کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز مسول سید محمد سامع وایي د روان کال له پیله تراوسه ۱۰۳ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان دي. هغه وايي ډیره دا مرګ ژوبله په څلورو شمالي ولایتونو کې اوښتې ده.

هغه وايی: «په روان کال کې څلور نوي نارینه، اته ښځې، او یو ماشوم وژل شوي او ۱۴۶ نارینه، څلورښځې او یو ماشوم ټپیان شوي دي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دا سیمه ییز مسول وايی سرپل ولایت د ملکي مرګ ژوبلې ترټولو ټیټه او بلخ لوړه شمیره  لري. هغه وایي لامل یې دادی چې په دغه کال کې په بلخ کې چاودنې او وسله وال بریدونه ډیر وو.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په ۱۳۹۳ ل کال کې په شمال کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.