په شهاب الدين ډنډ كې لاهم جګړه روانه ده

ډنډ شهاب بغلاند افغانستان د برښنا شرکت وایی، امنیتی ځواکونه یې کارکونکو ته اجازه نه ورکوي چې د بغلان د شهاب الدین ډنډ په  سیمه کې د بریښناویجاړې شوې ستنې ورغوي.

له تیرو شاوخوا اتلسو ورځو راهیسې د کابل ښار برښنا پرې شوی او لاهم حکومت نه دی توانیدلي چې دغه ستونزه حل کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت وایی، لا هم په (شهاب الدين ډنډ) كې  چې د ازبکستان د وارداتي برښنا ستنې په كې ويجاړې شوې، جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلې چې د سیمې د کنترول په لاس کې واخلي.

ډنډ شهاب بغلاند برښنا شركت وياند وايي لاهم جګړه روانه ده او د دغه شركت كاركوونكو ته د كار اجازه نه ده وركړل شوې.

د کورنیو چارو وزارت وایی چې سیمه یې له وسلوالو نیولې خو لا هم چاڼيز عملیات روان دي، کله چې سيمه پاكه شي نو وروسته د برښنا شركت كاركوونكئ كولاى شي خپل كار پيل كړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند وايي سيمه به ډير ژر تصفيه شي. د برښنا شرکت نه وایې چې د ازبکستان د وارداتي برښنا د نړېدلو پایو کار به کله پیل شي. د دغې بریښنا د مزو په پرې کېدو سره کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې میلیونونه خلك له دوامدارې بریښنا بې برخې شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.