په شينډنډ كې سږكال اوه ويشت زره نجونې له تعلیم بې برخې شوې دي

شينډنډد هرات په شينډنډ ولسوالې كې د نورو ستونزو ترڅنګ سږ كال د نجونو د زده كړې پروړاندې هم جدي ستونزې راولاړې شوې دي.

د هيواد د نورو سيمو په پرتله په دغه ولسوالې كې د نجونو د زده كړې له پاره ښه زمينه برابره شوې وه. خو سږ كال په سيمه كې د وسله والو طالبانو د خپلې منځي شخړو او نښتو او د پوهنې په بهير كې نا سالمو سياليو دا بهير ټكنى كړى دى. د هرات د ولايتي شورا غړي وايي سږ كال په دې ولسوالې كې ۲۷ زره  نجونې ښوونځي ته له زده كړې پاتې دي.

شينډنډ هغه ولسوالې ده چې ترډيره په كې پښتانه اوسييږي او د نورو سيمو پرخلاف ترسږكال وړاندې په كې د نجونو د تعليم پروړاندې جدي ستونزې نه وه، د هرات د پوهنې رياست چارواكي وايي چې په دغه ولسوالۍ كې اوس هم د نجونو ۱۰۳ ښوونځي فعال دي چې په دوو وختونو كې په كې نجونې زده كړې كوي.

د هرات د پوهنې رياست وايي چې اوس هم د ښوونځي دروازې پرانيستې، خو نجونې نه ورځي. د هرات د پوهنې رياست  وايي سږ كال په هرات كې ۲۷۵۳۵ زده كوونكي له زده كړو پاتې چې ۲۶۱۲ يې نجونې دي.

د هرات د ولايتي شورا غړي وايي چې دا ستونزه يې څو ځلې د پوهنې له وزارت او حتى ولسمشر سره شريكه كړې ، خو په اړه يې هيڅ اقدام نه دى كړى. سږكال په شينډنډ كې د نجونو د ښوونځيو په دوولسم ټولګي كې يوازې ۲۱ زده كوونكې وې چې يوازې ۱۸ تنه يې فارغې شوې او ښايي د كانكور په ازموينه كې ګډون وكړي.

د هرات د شينډنډ ولسوالي مدني فعالان وايي چې شينډنډ د هيواد په كچه يوازينۍ ولسوالي ده چې پښتانه اوسيدونكي يې هم زده كړې ته د نجونو پريښودو ته زړه ښه كړى دى.

په دې ولسوالې كې له هغه وروسته د نجونو د زده كړې پروړاندې ستونزې ډېرې شوې  چې د وسله والو طالبانو خپل منځي شخړې په كې زور واخيست او له څو مياشتو را په ديخوا د وسله والو ترمنځ په كې درنه جګړه روانه ده. د هرات امنيتي چارواكي وايي په دې نښته كې تراوسه نيژدې دوه سوه كسان وژل شوي دي.

داسې ښكاري چې لوړ پوړي حكومتي چارواكي په دې جګړه كې ستراتيژيكي ګټې لټوي ځكه نو په وړاندې يې كوم اقدام نه دى كړى. د ملي يووالي حكومت چارواكو او په تيره بيا د دفاع وزارت ويلي چې د طالبانو واحده رهبري نه د سولې په ګټه ده او نه هم د حكومت، خو دې ته يې پام نه كوي چې له دې امله په دغه ولسوالي او يا هرات كې څو مره ستونزې ګالي او څومره ماشومان او په تيره بيا نجونې له زده كړې پاتې دي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.