د هرات په شينډنډ ولسوالې كې د وسله والو پرضد عمليات پاى ته ورسيدل. د هرات امنيتي چارواكي وايي د شينډنډ په زيركوه ولسوالې كې په دې عملياتو كې تر دوه سوه پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دا عمليات له هغه وروسته په دغه ولسوالې كې پيل شول چې د ملا صمد او ملا ننګيالي ترمنځ وسله واله نښته سخته شوه، په دې جګړه كې ملا صمد بريالى شو چې ملا رسول ته ماتې وركړي، خو كله چې امنيتي ځواكونه خبرشول چې دغه ډلو په هرات كې په جنګي جرمونو لاس پورې كړى نو پر ضد يې ګډ عمليات پيل كړل. د ۲۰۷ ظفر قل اردو د اركان رييس جنرال رازمحمد اورياخيل وايي په دې عملياتو كې له لس كيلومترو ډيره سيمه له وسله والو پاكه شوه او په پام كې ده هغه اوه كيلومتره نوره سيمه هم ونيول شي چې په زيركوه سيمه كې تراوسه هم د ملاصمد په مشرۍ له وسله والو سره ده .
Leave a Reply