په غزني كې بيا هم هزاره ګان تښتول شوي

قرباغپه غزني كې يو شمير كسان د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د غزني د ولايتي شورا يو غړى غلام سخي زابلي وايي  چې داكسان د غزني د قرباغ په ولسوالې كې نن سهار له يوې سراچې موټر سره تښتول شوي دي.

هغه وايي دغو كسانو چې شمير يې روښانه نه دى او ښځې  هم په كې شاملې دي غوښتل يې غزني ښار ته لاړ شي چې د قرباغ په ولسوالې كې وسله والو له موټر سره نامعلوم لوري ته تښتولي دي. د غزني امنيتي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. دا څوم ځل دى چې په دې لاره هزاره هيوادوال تښتول كيږي. تراوسه روښانه نه ده چې دا كسان چا او د څه له امله تښتولي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.