په غزني كې كانكور ځنډول شوى

په غزني كې د كانكور ازموينهپه پام كې وه چې په غزني كې د كانكور ازموينه اخيستل شوى واى خو د نامعلومو لاملونو له امله ځنډيدلې ده. كه څه هم چې په غزني كې د هرې ورځې په تيريدو هوا سړيږي او يو شمير سيمو ته ښايي لارې هم بندې شي، خو د كانكور ازموينه تراوسه هم نه ده اخيستل شوې.

په غزني كې يو شمير زده كوونكي وايي كه دا ازموينه نوره هم وځنډيږي نو ډير كسان به د واورو له امله په كې له ګډون پاتې شي. د غزني د پوهنې رياست هم دا د انديښنې وړ ګڼي او وايي هغه څه چې د دوى مسوليت دى هغه يې سرته رسولى، خو د كانكور ازموينه د لوړو زده كړو وزارت مسوليت دى چې بايد په وخت ورته حل لاره ومومي. بلخوا د غزني يو شمير اوسيدونكى وايي دې او دې ته ورته نورو ستونزو له امله له تحصيل سره هم د ځوانانو لېوالتيا كمه شوې ده.

د غزني د ولايتي شورا غړي يو لامل بهرنيو هيوادونو او په تيره بيا اروپا ته د ځوانانو تيښته ګڼي . د غزني د ولايتي شورا يو غړى وايي په جاغوريو ولسوالې كې چې مخكې په هرټولګي كې ۵۰ زده كوونكو زده كړه كوله، خو اوس يوازې پنځلس زده كوونكي پاتې دي.

ويل كيږي چې په تيرو كلونو كې به د كانكور په ازموينه كې هم تر ديارلس زرو پورې فارغانو ګډون كاوه، خو په روان كال كې دا شميره تر لس زرو كسانو پورې رسيږي. د لوړو زده كړو وزارت د دې ځنډ په اړه څه نه دي ويلي.  له ستونزو پاك او رڼه ازموينه له تيرو څو كلونو را په ديخوا د دولت پروړاندې يوه لويه ستونزه ګرځيدلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.