په غزني کې د ولسمشرحکم لاهم نه دی عملي شوی

عزنیپه غزني كې د پخواني ښاروال ملاتړو د نوي ښاروال د معرفي كيدلو مخه ونيوله. دا كسان خبردارى وركوي كه حكومت د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونه كړي اعتراض به جدي كړي.

د غزني د پخواني ښاروال يو شمير ملاتړو  د ښاروالۍ مخې ته خيمه وهلې او وايي حكومت بايد پخوانى ښاروال بيرته وګوماري او يا بل څوك كه ګوماري هم د غزني ښار اوسيدونكى او تاجيك دي وي. دوى د نوي ښاروال د معرفي كولو مخه نيسي ځكه هغه د غزني د ګيرو ولسوالې اوسيدونكى دى.

د غزني والي كه څه هم د يكشنبه په ورځ له دې كسانو سره ژمنه كړې وه چې د اجرايي رياست د مشورې له مخې به تر راتلونكو درېيو ورځو پورې دا ستونزه حل كړي، خو د دوشنبه په ورځ يې نوى ښاروال معرفي كړچې دې كار د معترضينو غوسه را پاروله.

د پخواني ښاروال ملاتړو د ښاروالى په دفتر حمله وكړه ټول مامورين يې را وايستل او دروازې يې وتړلې، دوى حكومت په دې كار كې مسول ګڼي او وايي  ترهغه به اعتراض ته دوام وركړي چې يا پخوانى ښاروال بيرته وګومارل شي او يا هم د غزني ښار اوسيدونكى د ښاروال په توګه معرفي شي.

په همدې وخت كې د غزني ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز وايي د نوي ښاروال ګومارنه قانوني ده او حكومت او اجرايي رياست بايد دې لوبې ته پاى وركړي. دا په داسې حال كې ده چې د غزني بازار له څو ورځو را په ديخوا تړل شوى او خلك له جدي ستونزو سره مخ دي .دغزنی اوسیدونکي وایي داکسان په مستقیم ډول د اجرایی ریاست او د جمعیت ګوند له خوا رهبري کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.