په غور كې څلور دولتي چارواكي ممنوع الخروج شول

سيما جويندهد غور والي سيما جوينده وايي دا كسان به تر هغه پورې بهر ته د تلو اجازه ونه لري چې دوسيې يې نه وي فيصله شوې. دا كسان د غور ولايت مرستيال، د ولايت مالي او اداري رييس، مستوفي او د امنيې قوماندانۍ د تداركاتو مدير په پنځو ساختماني دوسيو كې د اختلاس په تور څارنوالى ته ور پيژندل شوي.

د غور والۍ وايي په دې كسانو تور دى چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ پنځه ساختماني پروژې يې د قانون خلاف په ۱۱۷ ميليونه افغانۍ څو ساختماني شركتونو ته وركړې دي.

سيما جوينده چې د هيواد كې په كچه دوهمه ميرمن دى چې د والي په توګه ټاكل شوې ژمنه كړې چې په دغه ولايت كې به د فساد مخه نيسي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.