هغه اتيا تنه خوشي شوي چې د شنبه په ورځ په فارياب كې د وسله والوطالبانو له خوا تښتول شوي وو. د فارياب امنيتي چارواكي وايي داكسان په دوو موټرو کې سپاره وو، د شنبې ماسپښين د قرمقول ولسوالۍ په جنګل سيمه کې د ميمنې او اندخوی پر لاره طالبانو تښتولي وو.
د فارياب پوليس وايي دوى توانېدلي چې دغه اتیا يرغمل شوي کسان را خوشي کړي. د فارياب د پوليسو د قومندان په وينا، وسله وال طالبان په دې توانېدلي وو چې يوازې شپږ کسان له خپل ځان سره وساتي چې څلور يې بيا وروسته ازاد شول، او س يوازې دوه ولسي وګړي د طالبانو په بند کې پاتې دي. طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Leave a Reply