په فارياب كې يوه نجلۍ ووژل شوه

سيد آقا اندرابيفارياب كې يوه هلك چې جاويد نوميږي خپله د كاكا لور له دې امله وژلې چې له ده سره يې د خور په واده كې مخالفه وه. د فارياب د پوليسو چارواكي وايي دا نجلې (جوهر) نوميده او د كاكازوى  يې په ډزو وژلې ده.

د فارياب د امنيې قوماندان سيد آقا اندرابي وايي چې (جواهر) ځكه وژل شوې چې نه يې غوښتل خپله ديارلس كلنه خور يې د كاكا له زوى جاويد سره نامزاده شي.

هغه وايي د پيښې له ځايه يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده. د امنيې قوماندان وايي د عامل د نيولو هڅې دوام لري خو تراوسه نه دى نيول شوى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.