فنكس كمپ ته د معتادینو راټولولو لړۍ پیلیږي

فنکس کمپد کورنیو چارو وزارت پرون د فنکس کمپ ځینې برخې د معتادینو د درملنې لپاره له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته وسپاره.

له  نشه يي توكو  سره د مبارزې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کمپ تر بشپړې سپارنې وروسته به په کابل کې د معتادینو په راټولولو پیل وکړي.

فنکس کمپ

ولسمشر اشرف غني شاوخوا لس ورځې مخکې امر کړی و؛ څو د فنکس کمپ چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانۍ اډه وه؛ د معتادینو د درملنې او د هغوی لپاره د حرفوي زده کړو په مرکز بدل شي.

د فنکس کمپ د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري چې له دې مخکې امریکایې ځواکونو ورڅخه د پوځي اډې په توګه کار اخیسته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.