په قطرکې د پګواش ناستې د پریکړه لیک مهم ټکي

پگواش - غونډهپه دې ناسته کې افغانستان حکومت کوم رسمي استازی نه و خو د ولسمشر د تره زوی قیوم کوچی، د ملي شورا او مدني ټولنې یو شمیر غړيو برخه اخیستې وه.

پګواش کاناډایي موسسه ده چې مخکې یی هم د افغانستان د سولې په اړه دې ته ورته غونډې جوړې کړې دي. په دې ناسته کې ۵۵ کسانو ګډون درلود. دا موسسه وایی په دې ناسته کې په افغانستان کې د ثبات، سولې او ملي پخلاینې په بېلابېلو لارو چارو خبرې شوې دي.

د قطر ناسته غیر رسمي څیړنیزه غونډه وه چې په اوسنیو حالاتو غیرې رسمي خبرې شوې دي. د غونډې پریکړه لیک وایی  ټولو د سولې په ټینګښت ټینګار کاوه.

پګواش هیله ښودلې چې دوی نظرونه به د سولې په پروسه کې تر بحث لاندې ونیول شي موسسي له قطر نه مننه کړې چې زمینه یې برابره کړې ده. د غونډې په پای کې یوه اتلس ماده یی پریکړه لیک خپور کړی دی. په دغه پریکړه لیک کې په لاندې موضوعاتو ټینګار شوی دی:

  • سوله د جګړې د پای ته رسولو بیړنۍ لاره ده. جګړې په افغانانو تپل شوې چې په ټولو خلکو یې بد اغیز ښندلی، افغانان سولې ته انتظار باسی او که ژر سوله رانه شي ښایي نورې ګډوډي راشي چې دا پروسه به نوره هم پېچلې کړي.
  • جګړه باید پای ته ورسیږي، بهرني ځواکونه دې ژر ووځي او  د افغانستان ځمکنی بشپړتیا، اړینه سوله د مناسب اساسي قانون او حقوقي  چوکاټ په اډانه کې تر لاسه کیدای  شي.
  • د غونډې ګډونوالو د افغانستان به اساسي قانون کې د ترمیم او ځینو نورو د پام وړ بدلونو غوښتنه کړې.
  • بهرني ځواکونه باید د افغانستان سیاست کنترول نه کړي دوی باید په تخنیکي اصلاحاتو او فرهنګي برخو کې همکاري وکړي.
  • ټولو طالبانو ته  آزادي ورکړل شي چې د سولې لپاره بحثونه وکړی، ټولو خواوو ته د مذاکرې او خبرو زمینه برابره شي، له تور لیست څخه یې دې نومونه ویستل شي، دوی ته په آزادنه توګه د ګرځیدلو او  طالبانو ته دې په خبروکې ګدون په موخه ویزې ورکړي ټولو چې طالبان باید د خبرو په موخه یو دفتر ولری.
  • د سولې د ګړندیتوب لپاره ضروري ده چې د عنعنوي لویي جرګې، د سولې جرګې، او  پګواش په شان نورو غونډو له ګډون والو سره د افغانانو په مشري د سولې پروسه چټکه شي، دوی پریکړه وکړه چې د دوحې غونډې خبرې د سولې د څلورو  اړخیزې غوندې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
  • اوربند باید د سولې د خبرو برخه وي.
  • د ملکي وګړو خوندیتوب او د مرګ ژوبلې مخنیوی له لومړیتوبونه څخه دي د نجونو او ماشومانو په مرګ ژوبله اندیښنه ښودل شوې ده، د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
  • د اساسي قانون اړوندو موضوعاتو باید په تفصیل خبرې وشي، افغانستان باید د اسلامی حکومت ولری. د ګډونوالو په اند اساسي قانون باید بدل شي ملي خپلواک او اسلامي اساسي قانون جوړشي.
  • سوله د اقتصادي پرمختګ لپاره فضا برابرولای شي چې د ټولو خلکو په ګټه وي غونډه کې د اسلامي اصولو سره سم د مدني ټولنې پررول د بیان ازادي او ښوونې او روزنې ټیګار شوی دی.
  • د غونډې ګډونوالو داعش بهرني پدیده بللې او ویلي یي دي چې فعالیتونه یې د افغانانو له خوا رد شوي دي.
  • ګډونوالو د ښځو په حقونو او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو ټیګارکړی خینو ګدونوالو په دې برخه کې د ضمانت  ورکولو غوښتنه کړې ده.
  • د روغتیا او پوهنې په برخه کې د ډیر کار غوښتنه شوې ده.
  • د ټولګټوو بنسټونو په ساتنې ټینګارشوی او ویل شوي څوک چې عامه ځایونه ورانوي باید محاکمه شي.
  • په  څو لسیزو  کې ټولنه زیانمه شوې، نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوی او اداری  فساد او وزګارتیا د مخنیوي په موخه باید کار وشی، کومې لاسته راوړنې چې د روغتیا ،پوهنې، اقتصاد او زیربنا  په برخو کې تر لاسه شوې باید وساتل شي.
  • له نړیوالې ټولنې سره د  متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار او د بیارغونې په برخه کې د نړیوالو مرستو هرکلی شوی دی.

د دغه غونډې تر پای ته رسیدو مخکې هم طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې په دغه ناسته کې د خپلو استازو له خوا د وړاندیزونو د وړاندې کولو پخلی شوی و. دوی ویلي و چې طالب بندیان باید خوشي او مشران یی باید له تورلیست څخه وایستل شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.