په كابل کې د (جي ۷+) غونډه جوړه شوه

اشرف غنيپه كابل كې د (جي ۷+) غونډه پيل شوه. په دې ناسته كې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په وينا پيل شوه د شلو هيوادونو استازو ګډون كړى دى.

ولسمشر په پرانيستونكې وينا كې په بريالى دولت جوړولو ټينګار وكړ او ويې ويل  په تيرو كلونو كې له افغانستان سره په مرسته شويو پيسو  پروژه جوړې شوې، دولتي بنسټونو او مدني ټولنې دا مرستې په بهرنيو سلاكارانو ولګولې، دوى پيسې بيرته يووړې او په افغانستان كې هيڅ ظرفيت نه دى پاتې شوى.

هغه وويل په هيڅ هيواد كې په مصرفي توګه مرستې پايله نه ده وركړې او د حكومتونو مشران د دې پرځاى چې اصلاحاتو ته په تمه پاتې شي بايد دا اصلاحات په خپلو كاري پروګرامونو كې شامل او وړتياوې رامنځ ته كړي.

ولسمشر غني وويل په هيواد كې بايد ستونزې حل كړو او د شته ستونزو پړه په نورو بايد وانه چوو. هغه ومنله چې فساد شته او حتى په لوړه كچه مامورين هم په دې كار كې ښكيل دي چې بايد دا ستونزه حل او عاملين يې له قانوني چلند سره مخ شي.

په كابل كې د (جي ۷+) غونډهولسمشر وويل په امنيتي برخه كې هم يو شمير كسانو په غير قانوني كارونو سره واك انحصار كړى و او ډيرې پيسې يې پيدا كړې دي.

هغه د بروكسل د تيرې ورځې بريدونو ته په نغوتې سره وويل ټول هيوادونه بايد د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې يولاس او ودريږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دې ناسته كې وويل په تيره يوه نيمه لسيزه كې د نړيوالې ټولنې له مرستو سره سره افغانستان له ستونزو سره مخ دى، هغه وويل امنيت، سوله، د قانون حاكميت او د خصوصي سكتور زيربناوې بايد پراختيا ومومي چې خلك له بې وزلى وژغورل شي.

د (جي ۷+) په ناسته كې اوه مخ پروده هيوادونه  شامل دي چې افغانستان هم په كې دى.

دا ناسته به دوې ورځې دوام وكړي او افغانستان په شمول د غړيو هيوادونو د امنيتي، اقتصادي، او ټولنيز حالت په اړه به په كې خبرې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.