په كابل كې ځانمرګي بريد دولس تنه ووژل

د كاپل بريددا بريد نن له غرمې وروسته د كابل ښار د ملي دفاع وزارت دروازې ته څيرمه وشو. د ملي دفاع وزارت وايي په دې بريد كې د ملي اردو د دوو منسوبينو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

د پيښې ډير قربانيان ملكي وګړي دي. دا بريد د ملي دفاع وزارت د مامورينو د رخصتيدو پروخت وشو. په كابل كې د ملګرو ملتونو دفتر دا بريد غندلى دى. تراوسه د دغه بريد مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.