په كندهار كې اوه محلي پوليس وژل شوي

ملي پوليسد كندهار په ارغنداب ولسوالې كې د پوليسو ترمنځ نښته كې اوه محلي پوليس وژل شوي دي. د كندهار د والي وياند صميم خپلواك وايي چې دا نښته تيره شپه د ارغنداب ولسوالې په خانه ګرداب سيمه كې د ملي پوليسو او محلي پوليسو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه وركوي.

بلخوا په ارغنداب ولسوال كې يوه امنيتې سرچينه چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي  د ملي پوليسو او محلي پوليسو ترمنځ په دې نښته كې اوه محلي پوليس وژل شوي دي. دغه سرچينې د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ويلي. تر دې وړاندې داسې هم ويل شوي و چې ګنې دا بريد د طالبانو د كوم نفوذي پوليس له خوا شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.