په كندهار كې د مهربانۍ دېوال پرانيستل شو

ځوانانو فدراسيونپه كندهار كې د ځوانانو فدراسيون له بې وزلو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ ديوال  جوړ كړ. د دې ولایت د ځوانانو د  فدراسیون مسول آغا ولي باراني  وایي  په دي کار سره به له بي وزلو کورنيو سره مرسته وشي او خلك به په آسانۍ سره خپلې جامې او نور توكي پريږدي او بې وزله به يې له كوم انديښنې پرته اخلي.

د کندهار د اطلاعاتو او كلتور رييس  حضرت ولي هوتك  د ځوانانو د فدراسيون دا كار ستايي او پرشتمنو خلکو غږ كوي  چې له دې لارې د بې وزلو كورنيو لاس نيوى وكړي. تر دي وړاندي په  هلمند، كابل، مزارشريف، هرات او يو شمير نورو ښارونو كې هم دا ډول ديوالونه جوړ شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.